شرع؛ له جګړې نه وېرېږو، خو د ولس ګټې تر بربادۍ غوره ګڼو.
د
سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد شرع په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل، چې له
اسراییل سره له جګړې څخه نه وېرېږي؛ خو د سوریې د ولس د ګټو او سولې
خوندیتوب غوره ګڼي. هغه ټینګار وکړ، چې د جګړې او داخلي اصلاحاتو ترمنځ یې د
نورو ویجاړیو د مخنیوي لپاره د اصلاحاتو لاره غوره کړې ده.
نوموړي د سوریې د بېثباتهکېدو لپاره د اسراییل هڅو ته په اشارې، دغه هېواد یې د داخلي فتنې پر رامنځتهکېدو تورن کړ. هغه د دروزو وګړو ته هم ډاډ ورکړی، چې حقونه یې خوندي دي او هر ډول فشار چې هغوی د بهرنیانو په لیکو کې شامل کړي، رد کړی دی.