slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

له پاکستانه راستنېدونکو هېوادوالو سره د مرستو د جلب په دوام د ننګرهار اقتصاد ریاست، کډوالو چارو ریاست، اوچا او یو شمېر امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

په یاده ناسته کې د ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي عطاالرحمن فاتح هېواد ته د راستنېدونکو هېوادوالو په ستونزو او هغوی سره د مرستو په ترلاسه کولو خبرې کړي او له ټولو امارتي او غیر امارتي اداري مسؤلینو  باندې غږ  یې کړی، چې د راستانه شوو هېوادوالو سره دې مرسته  او د هغوی لاسنيوی دې وکړي. 

همداراز د کډوالو چارو ریاست استازي د راستانه شوو هېوادوالو شمېر روښانه  او په مختلفو برخو کې يې د مرستو غوښتنه وکړه.

بايد ياده شي، چې يو ځل بيا له پاکستانه د افغان کډوالو د راشړولو بهير چټک شوی دی.