slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په پیل کې خلیفه صاحب د پاکستاني پلاوي تود هرکلی وکړ، او د هغوی سفر یې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانس‌افغان وسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې توافق‌نامې د لاسلیک له امله یو مهم پرمختګ وباله. نوموړي دغه توافق‌نامه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخېدو لپاره بنسټیز ګام وګاڼهٔ.

خلیفه صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ارزښتونو، دیني او فرهنګي پیوستون، تاریخي اړیکو، متقابلې همکارۍ، او د ګډو اقتصادي فرصتونو یادونه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې دا مشترکات باید د عملي همکاریو بنسټ وګرځي.

ښاغلي اسحاق ډار د ټرانس‌افغان پروژې شونتیا د څېړنې توافق‌نامه یو ستر پرمختګ وباله، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاریخي، ښه ګاونډیتوب او لا ښو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، امنیت، او سیاسي تفاهم په برخو کې د دوامداره او رغنده همکاریو هیله څرګنده کړه.