slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د دایکندي ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د وروستي فرمان په رڼا کې، یو رسمي اعلان خپور کړی، چې له مخې یې د حج او عمرې له بېرته راستنېدو وروسته د غیر ضروري لګښتونو او ناسم دودونو پر مخنیوي ټینګار شوی دی.

په دې اعلان کې راغلي چې د حج یا عمرې له راستنېدو سره هم‌مهاله، په یو شمېر سیمو کې د پراخو مېلمستیاوو، خیراتونو او قېمتي ډالیو وېش دود ګرځېدلی، چې نه یوازې دا عمل له شرعي پلوه کوم بنیاد نه لري، بلکې خلک له جدي اقتصادي فشارونو سره هم مخ کوي.

د ریاست د معلوماتو له مخې، دا ډول لګښتونه نه یوازې د کورنیو بودیجې زیانمنوي، بلکې ډېر خلک له همدې امله د حج یا عمرې د سفر ترسره کولو توان له لاسه ورکوي، یا یې تر اوږده ځنډ وروسته ادا کوي.

اعلامیه کې پر ټولو حاجیانو او معتمرینو غږ شوی، چې له دې ډول مصرفي رواجونو ځان وساتي، د شریعت لارښوونو ته ژمن پاتې شي، او د ساده‌ګۍ فرهنګ ته وده ورکړي.

د اوقافو ریاست د خلکو د همکارۍ هیله ښودلې او ټینګار کوي چې د دیني مناسکو روح باید له افراط او اسراف پرته وساتل شي.