تېرو دوو اوونیو کې له درې ولایتونو څخه زرګونه کیلو قاچاقي توکي نیول شوي
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست اړوند د ګرځنده څارنې کارکوونکو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو دوو اوونیو کې پراخې عملیات ترسره کړي، چې له مخې یې سلګونه ټنه بېګمرکه او قاچاقي توکي نیول شوي دي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، یاد توکي د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ونیول شول، چې قاچاق کوونکو هڅه کوله پرته له مالیې او قانوني اسنادو یې هېواد ته وارد کړي.
د نیول شوو توکو تفصیل:
په دې قاچاقي توکو کې شامل دي:
-
۲۸،۹۸۷ کیلو ګرامه انساني او زراعتي درمل
-
۳،۹۹۲ کیلو ګرامه مالګه
-
۱،۵۰۰ کیلو ګرامه وچي شیدې
-
۷،۵۰۰ کیلو ګرامه اوړه
-
۱،۰۴۰ کیلو ګرامه د البسو ځنځیرونه
-
۶۰۰ کیلو ګرامه چاکلېټ
-
۱۹۰ کیلو ګرامه د مخ کریمونه
د مالیې وزارت په وینا، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو قانوني اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.
د مالیې وزارت خبرداری:
د مالیې وزارت ټینګار کړی چې د ګرځنده څارنې ټیمونه په ټول هېواد کې فعال دي او هېڅچاته اجازه نه ورکوي چې ناقانونه، بېګمرکه یا ممنوعه توکي قاچاق کړي. دغه وزارت د قانون له مخې د ټولو اقتصادي سرغړوونکو پر ضد قانوني چلند کوي.