د هېواد د بدنې روزنې او المپیک عمومي ریاست وايي چې کابل کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فیډرېشن له لوري د هېواد له ۱۲ ولايتونو د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د دې رياست په دوه زره ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې د پهلوانۍ ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې، ورزشي سلاکار او د پهلوانۍ ملي فدراسيون ريس قاري حيات الله رحماني، ورزشي مسؤلینو، ورزشکارانو او د پهلوانۍ ګڼ شمير مينوالو ګډون کړی و.
دغو سياليو کې به پهلوانان د لويانو عمري کټګورۍ په لسو بېلابېلو وزنونو کې د يو بل پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي، چې په پای کې به يې ۴۰ تنه د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.