مالیې وزارت ؛ د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي مو یوه اندازه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي چې د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې یې د یاد ولایت له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۷) زره کیلو ګرامه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کې یې شتون درلود، د اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په شتون کې وسوځول.
د خبرپاڼې په حواله په دې موادو کې له تاریخ تېره موادو سربېره هغه مواد هم وو، چې هېواد ته په قاچاق د واردولو پرمهال د یاد ولایت د ګمرکي مسولینو له لوري نیول شوي وو.