د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي مرستیال:د وخت له غوښتنو سره سم د رسنیو اړتیاوې پوره کول د حکومت مسئولیت دی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت د ورځپاڼو ریاست په نوښت د مطبوعاتو او ژبو د پیاوړتیا په موخه پرون د « هېوادنۍ ورځپاڼې او ژبې، شالید، پرمختګ، ننګونې او حل لارې» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار جوړ شو، رابلل شوې غونډې ته د یاد وزارت د دولتي ورځپاڼو رییس مولوي محمد ابراهیم نبیل وویل: دا چې ورځپاڼې د ټولو داخلي مطبوعاتو د ملاتیر دی، نو پکار ده چې حکومت یې د پیاوړتیا لپاره کار وکړي. که مطوبوعاتو په ځانګړي ډول ورځپاڼوته پاملرنه ونه شي دا به د سبا لپاره غټه ستونزه او نه ښه کیدونکی سرخوږی وي. هغه وویل، پکار ده چې په رسنیز او مطبوعاتي ډګر کې د پردیو له لوري خپرېدونکو شعارونو پسې لاړ نشو، ځکه چې هغوی دغه شعارونه د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره کاروي. د دولتي ورځپاڼو رییس نبیل د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «که څه هم د جمهوریت پر وخت له دومره پراخو امکاناتو او بهرنیو مرستو سره د ورځپاڼو چاپ له ۷۰۰ یا ۸۰۰ ټوکو څخه ندی اوښتی، خو د اسلامي امارت تر حاکمېدو وروسته موږ د ۱۰۰۰ ټوکو له چاپ کېدو پیل وکړ». هغه څرګنده کړه، په ولایتونو کې ورځپاڼې او جریدې د اقتصادي بڼې او محتوا له پلوه له ستونزو سره مخ دي، ځکه خو یې بهیر ټکنی دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي چارو مرستیال عتیق الله عزیزي په څرګندو ټکو کې وویل، په ولایتونو کې دې چاپي مطبوعات پیاوړي شي او دا د حکومت مسئولیت دی چې په رسنیز ډګر کې د پرمختګ لپاره د اوسني عصر له غوښتنو سره سم د رسنیو اړتیاوې پوره کړي. هغه زیاته کړه، دولتي مسئولین دې له رسنیو سره د اطلاعاتو په شریکولو کې مرسته وکړي او که په دې برخه کې یوه ورځ ځنډ او خنډ راشي دا به په رسنیز ډګر کې د حکومت ناکامي وي. د غونډې په څنډه کې د طلوع ټلوېزیون رییس ذبیح الله سادات رسنۍ په ټولنه کې د بې باورۍ د له منځه وړلو مسئولې وبللې او زیاته یې کړه، د رسنیو کارکوونکي دنده لري چې حکومت او ولس یو بل ته نژدې کړي. ښاغلي سادات دغه راز وویل: رسنۍ چې د ولس د ویښتابه اصل دی او د عامه افکارو په جوړولو کې غوښنه ونډه لري، پر حکومت غږ وکړ، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې دې خپل مسئولیت پر ځای کړي او د رسنیو له استازو سره دې مرسته وکړي. د کابل پوهنتون استاد نصرت حقپال د غونډې په جریان کې په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې د رسنیز بهیر خراب وضعیت ته په اشارې وویل، چې د نړۍ حاکم روایت او د عامه افکارو مدیریت د مسلمانانو له کنټروله وتلی او د غرب په لاسونو کې لوېدلی دی. حقپال وویل: «رسنۍ او مطبوعات د نسل په روزنه کې مرکزي رول لري، که زموږ رسنۍ دا وړتیا پیدا نه کړي، دغه چاره به بیا زموږ دښمنان کوي». د ده په خبره، حکومت دې د نظام د بقا لپاره د دولتي ورځپاڼو تر څنګ د شخصي ورځپاڼو او رسنیو ملاتړ وکړي او د کار امکانات دې ور ته برابر کړي. هغه په څرګندو ټکو کې وویل، د دې لپاره چې نقد د سمون اصل دی، نو پکار ده، چې حاکمان د رسنیو انتقادونه ومني او اندېښنو ته یې ځوابونه ورکړي. خو د پوهنې وزارت اداري مرستیال مولوي سبغت الله وصیل وویل، چې رسنۍ دې په داسې بڼه شته نیمګړتیاوې نقد کړي، چې موخه یې اصلاح راوستل وي، نه د نورو مفاهیمو وړاندې کول! د هغه په باور، په اوسني وخت کې د دولتونو او ملتونو تر منځ د مصطلحاتو جنګ روان دی، نو کورنیو رسنیو ته په کار ده تر څو داسې اصطلاحات وکاروي، چې د اوسني نظام حاکمیت او د بد به تر پوښتنې لاندې رانه شي. د غونډې ګډونوالو په دې ټینګار وکړ، چې د ورځپاڼو تاریخي میراث دې وساتل شي که نه، خپلو تېرو لیکوالانو او مطبوعاتي شخصیتونو ته به ملامته یو.