خوست کې یو تن ډاکټر د اختطافګرو له منګولو وژغورل شو
یو تن ډاکټر غورځنګ، چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار څخه تښتول شوی و او اختطافګرو یې له کورنۍ څخه د خلاصون په بدل کې ۷ لکه امریکايي ډالر غوښتې وو، نن د خوست ولایت د استخباراتو ریاست د مجاهدو ځواکونو له خوا د دقیقو کشفي عملیاتو په ترڅ کې وژغورل شو.
یاد ډاکټر د خوست ولایت ببرک تاڼې اړوند خاني غریزه سیمه کې د اختطافګرو له منګولو خلاص او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د عملیاتو پر مهال د استخباراتو ریاست له خوا څلور تنه اختطافګر نیول شوي، او یو فولډر ډوله موټر او یو میل توپنچه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني د امنیتي ځواکونو چټک غبرګون، فداکاري او مسؤلانه دریځ وستایه او ویې ویل:
"دا ډول دقیق او ګړندي عملیات د اسلامي نظام د هوښیارو، بیدارو او ولسپالو امنیتي بنسټونو نښه ده."
ښاغلي روحاني ټینګار وکړ چې هېچاته به اجازه ورنکړي څو د ملت عزت، سر او مال د مفسدو کړیو له لوري وځورول شي.
هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت استخباراتي او امنیتي ادارې د هر ډول مجرمانو پر وړاندې جدي او څرګند پیغام لري، او تر هغو به یې تعقیبوي څو د قانون منګولو ته یې وسپاري.
په پای کې د ژغورل شوي ډاکټر کورنۍ د استخباراتو ریاست له مسؤلینو مننه وکړه او یو ځل بیا یې د اسلامي امارت له مجاهدینو خپل ملاتړ اعلان کړ.
باید وویل شي چې د خوست ولایت امنیتي او کشفي ځواکونه د جرمونو پر وړاندې له بشپړ جدیت، دقت او مسلکي هڅو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، او هېڅ مجرم ته به د قانون له منګولو د تېښتې فرصت ورنکړي.