slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسراییلي ځواکونو جنګي الوتکو د اوربند تر اعلان وروسته د غزې ښار لوېدیځ لور ته په یوه کور هوايي برید کړی دی. د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د برید له امله ځینې زغروال موټر هم د اسراییلي ځواکونو لاس ته ورغلي، خو د مرګ‌ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې کېدای شي ډېر ژر مصر ته سفر وکړي څو د غزې جګړې  ختمېدو او دایمي سولې د موافقې په اړه له سیمه‌ییزو مشرانو سره خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې د اوربند له اعلان سره سره په سیمه کې لا هم د تاوتریخوالي احتمال شته او نړېوالې ادارې د وضعیت د بشپړ ثبات غوښتنه کوي.