کابل کې د رزمي ورزشونو د فول کانټاکټ سبک ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت له ۳۰ کلبونو څخه د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د فول کانټاکټ سبک منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه د رزمي ورزشونو د فول کانټاکټ سبک ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
په دې سياليو کې به ورزشکاران په څلورو عمري کټګوريو کوچنيانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې د يو بل پر وړاندې سيالي ترسره کړي، چې په پايله کې به يې ۲۰ تنه د ځوانانو کټګورۍ کې او ۲۰ تنه د لويانو کټګورۍ کې د کابل ولايت د فول کانټاکټ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د کابل ولايت د فول کانټاکټ منتخبې لوبډلې ته د ځوانانو او لويانو په کټګوريو کې د غوره لوبغاړو موندلو او د کوچنيانو او نوي ځوانانو د هڅونې او تشويق په موخه پيل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.