slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیې قومندانۍ پولیس راډیو ته په استولې خبر پاڼه کې وايي چې امنیتي ځواکونو په خپلو پرله‌پسې عملیاتو کې د سره‌رود ولسوالۍ د کوز سلطان‌پور کلي د یوې کورنۍ د شپږو غړو د وژنې په تړاو یو بل تن هم ونیوه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ له نیول شوي کس څخه د وژل شویو کسانو پاسپورټونه هم ترلاسه شوي، چې د بهر سفر لپاره یې تیار کړي وو.

خبر پاڼه وړاندې کاږي چې نیول شوي کس په خپلو اعترافونو کې څرګنده کړې چې د یادې خونړۍ پېښې په ترسره کولو کې یې مستقیم لاس درلود او دا عمل یې د خپلو نورو ملګرو په همکارۍ کړی دی.

نوموړی دا مهال د لومړنیو څېړنو لاندې دی او ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته  وسپارل شي.

د ننګرهار امنیتي مسولین ولسونو ته ډاډ ورکوي چې هیځ مجرم د قانون له منګولو خلاصی نه لري او دوی د ډاډمنې امنیتي فضاء رامنځته کولو ته شپه او ورځ کا کوي.