اسلامکلا کې شاوخوا ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بېکیفیته تېل له منځه یوړل شول.
مالیې وزارت وايي چې د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک کې نږدې ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بېکیفیته پټرول او ډیزل د محکمې د حکم پر اساس او د اړوندو دولتي ادارو د استازو په حضور کې له منځه یوړل شول.
د وزارت په وینا، دغه تېل په بېلابېلو وختونو کې د قاچاق کوونکو له خوا په سوداګریزو موټرو کې په پټه افغانستان ته انتقالېدل، خو د ګمرک د مامورینو لهخوا تر نیول کېدو وروسته د لابراتواري معایناتو پایلې وڅېړل شوې او د ښو کیفیتونو د نه لرلو له امله د نابودولو پرېکړه وشوه.
مالیې وزارت زیاتوي چې په هېواد ټولو ګمرکونو کې وارداتي او صادراتي توکي په جدي ډول ارزول کېږي او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ناقص، زیانمن یا ممنوعه مواد هېواد ته داخل کړي.


