slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نن شنبه د لغمان ولایت مرستیال والي مفتي محمد یوسف جمالزي د اسد د ۲۴مې ورځې د لمانځلو د لا ښه همغږۍ او تنظیم په موخه ناسته تر سره کړه چې په کې د بېلابېلو ریاستونو مسؤلینو ګډون کړی و.

 ناسته کې د امریکایي اشغال پای او د کابل د فتحې ورځې د نمانځنې لپاره شپږ کمېټې وټاکل شوې او هرې کمېټې ته مشخص مسؤلیتونه وسپارل شول:

  • فرهنګي کمېټه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مشرۍ د ځوانانو، فرهنګیانو او ژورنالیستانو را بللو، د دریځ او سونډ سیستم برابرولو، بینر چاپولو، د تیاتر ټیم او د بیرغونو ترتیب مسؤلیت لري.

  • د خدماتو او تنظیم کمېټه د مهترلام ښاروالۍ په مشرۍ د غونډې د ځای پاکوالي، د لوژ او بیرغونو نصبول، د اوبو او بریښنا برابرولو چارې پرمخ وړي.

  • امنیتي کمېټه د امنیه قوماندانۍ، استخباراتو، اطفایې او ترافیکو په ګډون د غونډې د امنیت تامینوي.

  • د بلنې کمېټه د بېلابېلو ریاستونو په همکارۍ د اړوندو اشخاصو د جشن لپاره بلنه تنظیموي.

  • صحي کمېټه د عامې روغتیا، ولایتي روغتون او سرې میاشتې په ګډون د سیار صحي ټیم حضور او اړین طبي اقدامات برابروي.

  • د رسم ګذشت کمېټه د امنیه قوماندانۍ، لېوا او قطعې خاص په همکارۍ د رسم ګذشت عسکر تنظیموي.

د غونډې په پای کې ټینګار وشو چې د اسد د ۲۴مې لمانځنه به د بشپړې همغږۍ او نظم په فضاء کې ترسره شي.