slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د جمعې پر ورځ جګړه نوروه هم پراخه او د فلسطینیانو د مرګ او ژوبلې کچه ورسره لوړه شوه؛ اسرائیلو د حماس ډلې پر وړاندې د دوه میاشتنۍ جګړې په پراخ پړاو کې له شمال څخه سویل ته اړوند سیمې پوره وځپلې. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د روان بشري ناورین د غندلو ترڅنګ ویلي، چې په غزه کې هیڅ ځای د ملکي خلکو لپاره خوندي پاتې نه‌دی. په داسې حال کې، چې څو ساعته مخکې امریکا د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ویټو کړ، چې پر لوی اکثریت په غزه کې د بشردوستانه اوربند غوښتنه وشوه. دې رایې واشنګتن په دیپلوماتیکه توګه په ۱۵ کسیزه شورا کې ګوښه کړ؛ د یارلس غړو د عربي متحده اماراتو لخوا وړاندې شوي پرېکړه لیک ته مثبته رای ورکړه او بریتانیا ځان له له رای اچونې لرې وساته. په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ شورا ته وویل: مونږ د دې پرېکړه لیک ملاتړ نه‌کوو؛ ځکه دوی د هغه اوربند غوښتنه کوي، چې د بلې جګړې تخم کري. امریکا او اسرائیل د اوربند مخالفت کوي او وايي؛ دا به یوازې حماس ته ګټه ورسوي. حماس د اکتوبر پر اوومه د پولې په اوږدو کې پر اسرائیلو وژونکی برید وکړ او اسرائیلو یې په ځواب کې د دوی د له منځه وړلو ژمنه کړې ده. واشنګټن د دې پر ځای، چې د جګړې د اووه ورځني اوربند په څېر له دمې ملاتړ وکړي، چې حماس یې ځینې یرغمل خوشې کړل او د بشري مرستو بهیر په کې پیل شو؛ خپله منفي رای ورکوي. رامنځته شوی اوربند د دسمبر پر لومړۍ نېټه مات شوی او جګړې په غزه کې زور اخیستی دی. په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور شورا ته وویل؛ د رای اچونې معنا دا ده، چې د میلیونونو فلسطینیانو ژوند وژغورل شي. د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الرشیق د امریکا ویټو ناانساني یاده کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر ګیلاد ایردان په یوه خبرپاڼه کې ویلي: اوربند به یوازې د ټولو یرغمل شویو پر راستنېدو او د حماس پر له منځه وړلو شونی وي.