سرپل کې رامنځته شوې اور لګېدنه مهار شوه
د سرپل ولایت ا.ق وياند حافظ نقيب اللّٰه علم يار وويل: چې نن ورځ د مرکز اړوند ۳مې حوزې د امام کلان سيمه کې په يوه کور کې د برق د شارټۍ له امله اور لګېدنه رامنځه شوې چې د اطفایې آمریت منسوبینو له لوري پر وخت سره مهار شوه.
علم يار وايي چې په ياده اور لګيدنه کې د پنځه لکه افغانیو په ارزښت توکي سوځول شوي او د دیارلس لکه افغانیو په ارزښت توکي د اور وژنې ټيم په هڅو سره د سوځېدو څخه ژغورل شوي دي.