افغان حکومت: د نړيوال بانک لخوا د ۴۵ پروژو له بيا پيلېدو هرکلی کوو
دافغان حکومت مسئولين وايي، نړيوال بانک د پراختيايي او زېربنايي پروژو لوی تمويلوونکی شمېرل کېږي ، چې په تېرو کلونو کې يې په مختلفو سکتورونو کې ډېرې پروژې تمويل کړې دي. د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمن حبيب وايي: نړيوال بانک په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې به خپلې ۴۵ نيمګړې پروژې چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې کار درېدلي، تمويل او کار به يې بېرته پيل کړي.حبيب د نړيوال بانک له خوا د يادو پروژو پيلول د افغانستان د اقتصاد لپاره يو ګټور ګام بولي. د اقتصادي چارو شنونکي هم د نړيوال بانک د دغه اعلان هرکلي کوي او وايي ،چې دا ګام به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.