د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند ځلاند حقاني وايي چې په ګرمسېر کې امنیتي ځواکونو د قاچاقي توکو د لېږد مخه نیولې
د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ د بنادر په سیمه کې امنیتي ځواکونو یو بار وړونکی سېپا موټر ونیوه چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ناقانونه لېږد هڅه یې کوله.
د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د یاد موټر چلوونکي غوښتل له ګاونډي هېواد پاکستان څخه ۵۰۰ کیلو ګرامه چاکلیټ، ۱۰۰ کیلو ګرامه شامپو، ۵۵۰ دانې د موټرسایکل ټوپان، ۱۰ پارسله مالګه او یو کارټن ټیبلن ګولۍ په غیر قانوني توګه هلمند ولایت ته ولېږدوي.
په دې تړاو یو تن نیول شوی چې تر پلټنو وروسته به اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.