فراه کې د دیني مدرسو او دارالحفاظونو څلور نيم میاشتنۍ ازموینې پیل شوې
د فراه ولایت د پوهنې ریاست له لوري د دیني مدرسو او دارالحفاظونو د څلور نيم میاشتنيو ازموینو بهیر رسمي پیل وموند. دغه ازموینې به د ولایت په مرکز او ټولو ۱۱ ولسوالیو کې تر سره شي.
د فراه د پوهنې رئیس مولوي اخترمحمد "زعیم" په دې اړه وویل: "زموږ هڅه دا ده چې د ازموینو بهیر په شفاف، منظم او عادلانه ډول ترسره شي. غواړو زدهکوونکي د خپل استعداد او وړتیا له مخې و ارزول شي."
هغه له زدهکوونکو او ښوونکو وغوښتل، چې په دې مهم تعلیمي پړاو کې خپلې هڅې زیاتې کړي، ترڅو فراه ولایت په تعلیمي برخه کې لا ډېر پرمختګ وکړي.
د اسلامي تعلیماتو او د تضمین کیفیت امریتونو مسؤلینو ویلي، چې دوی د خپلو اړوند امریتونو له لارې د ازموینو د څارنې لپاره ځانګړي کسان ګمارلي دي. دغه کار به د ازموینو د شفافیت او نظم په برخه کې مرسته وکړي.
همداراز، د ازموینو طرزالعملونه او اړوند شرایط له وړاندې د پوهنې له امریتونو او د مدرسو له مسؤلینو سره شریک شوي دي، ترڅو د ازموینو بهیر د پوهنې وزارت د تګلارو مطابق پر مخ ولاړ شي.
د فراه د پوهنې ریاست ډاډ ورکړی چې دا بهیر به په دوامداره توګه څاري او هڅه به وکړي، چې ازموینې له مقررو اصولو سره سمې ترسره شي.