چین به له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.
کابل کې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي او ورسره مل پلاوي سره وکتل. په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د ریاست الوزرا د دفتر مشر ډاکتر ملا عبدالواسع او د امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت هم شتون درلود.
رییس الوزرا د چین د بهرنیو چارو وزیر هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې افغانستان او چین د اوږدې مودې ملګري هېوادونه دي او کابل د بیجینګ د مثبت دریځ او دوامداره ملاتړ منندوی دی. هغه وویل، افغانستان غواړي چین د نړیوالو په کچه هم د افغانانو د مشروع دریځ ملاتړ ته دوام ورکړي.
ملا حسن اخند په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت هېڅ هېواد ته د افغانستان له خاورې د ناامنۍ د ګواښ اجازه نه ورکوي او غواړي له ګاونډیو او نړیوالو سره د ښو اړیکو او ګډو همکاریو پر بنسټ راتلونکی پرمخ بوزي.
له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته خپل سفر د دواړو هېوادونو د ملګرتیا د ژورتیا څرګنده وبلله او ویې ویل، چې بیجینګ د افغانانو خپلواکي او پرېکړو ته درناوی لري. هغه زیاته کړه، چین غواړي له افغانستان سره په اقتصادي پرمختګ او امنیتي برخه کې ګډ کار وکړي او افغانانو ته د پرمختګ په لاره کې ملاتړ برابر کړي.
وانګ يي څرګنده کړه، چې د افغانستان او چین تر منځ شته همکاري د سیمې لپاره د ثبات او پرمختګ زمینه برابروي او بیجینګ به د کابل ترڅنګ پاتې شي.
په پای کې رییس الوزرا له وانګ يي وغوښتل، چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د امارت مثبت ګامونه د چین مشرتابه ته ورسوي او ډاډ ورکړ، چې افغانستان له خپلې خاورې هېچا ته د تاوتریخوالي اجازه نه ورکوي.