مجاهد؛ د ځینو ګاونډیو په مرسته مو امریکايي بې پیلوټه الوتکې هوايي حریم ماتوي.
مولوي ذبیح الله مجاهد له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې اوس هم د افغانستان د ځينو ګاونډیو هېوادونو په مرسته امریکایي بې پیلوټه الوتکې د افغانستان هوايي حریم ماتوي.
مولوي مجاهد په دې مرکه کې د رسمیت پېژندنې په اړه ویلي، اسلامي امارت ۴۰ ډېپلوماټیکې استازولۍ لري او په وینا یې له کوربه هېوادونو سره ښې اړیکې ټېنګې شوي، ځینې هېوادونه بشپړو او رسمي اړیکو ته تیار دي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي د لوېدیځو او اروپایي هېوادونو پر سیاستونو نیوکې کړي او ویلي یې دي، د دې هېوادونو سیاستونه له جګړییز حالت نه، نه دي را وتلي، او باید بدلون ومومي.
مولوي ذبیح الله مجاهد په دې مرکه کې د افغانستان پر خلکو او د اسلامي امارت پر مشرانو لګېدلي بندیزونه غندلي او د دې بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، اسلامي او ګاونډي هېوادونه له اسلامي امارت سره ډېرې ښې اړیکې لري.


