د امریکا په پنسلوانیا کې یوه وسله وال کس پینځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې یوه وسلهوال کس درې پولیس په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پرون د چهارشنبې په ورځ د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې یوه وسلهوال کس د پولیسو درې افسران په ډزو وژلي او دوه نور یې سخت ټپیان کړي دي. سرچینې لیکلي، دغه پېښه د پنسلوانیا ایالت سویل ختیځ د یارک ښار کې شوې چې وسلهوال کس هم د پولیسو له لوري وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۵مه هم د امریکا په مینیسوټا ایالت کې د پولیسو په یونیفورم کې یوه کس د ایالتي شورا یوه ډیموکراته غړې او د هغې خاوند په ډزو وژلي وو.