slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د یاد ولایت د مرکز ترڅنګ د ګربزو او تڼیو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره ځانګړې ناسته وکړه.

دغه لیدنه د وږي په ۲۹مه نېټه د ولایت مقام کې وشوه، چې قومي مشرانو پکې د خپلو سیمو ټولنیزې او سیمه‌ییزې ستونزې له مرستیال والي سره شریکې کړې. هغوی د بنسټیزو خدمتونو د نشتوالي، د خلکو د اړتیاوو او ځینو ټولنیزو ستونزو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

مرستیال والي د قومي مشرانو وړاندیزونه په دقت واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې د ولایت مقام به د اړوندو ادارو په همغږۍ د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د خلکو غوښتنې او مشروع اړتیاوې د دولت له مهمو مسؤلیتونو څخه دي او د هغوی د پوره کولو عملي لارې به وڅېړل شي.

په پای کې، الحاج مولوي محبوب شاه قانت د قومي مشرانو له همکارۍ مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د سولې، یووالي او ټولنیز ثبات په برخه کې له ولایتي ادارې سره خپله همکاري نوره هم پیاوړې کړي.