نیویارک کې وسلهواله شخړه؛ درې تنه ووژل شول او نهه نور ټپیان شول
د امریکا د نیویارک ښار په کراون هایټس سیمه کې د یکشنبې سهار وختي ډزې وشوې چې په پایله کې یې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د څلورو کسانو تر منځ لفظي شخړه په فزیکي نښتې واوښته او وروسته ډزې وشوې. د وژل شویو کسانو عمرونه ۱۹، ۲۷ او ۳۵ کاله ښودل شوي دي.
د چارواکو په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د دوی روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نهدی. پولیسو تر اوسه د پېښې په تړاو کوم کس نهدی نیولی، خو څېړنې روانې دي.