په نورستان کې د جنايي پيښو کموالی؛ولسونه د شته امنيت څخه خوښ دي
د نورستان ولايت ا.ق وياند غلام الرحمن حيدري پوليس راډیو ته وویل چې په دې ولايت کې د پخوا په پرتله د جنايي پيښو کچه نېږدې صفر ته راټيټه شوې ده.
نوموړی په ياد ولايت کې د جنايي پيښو د ټيټ والي علت د امنيتي ځواکونو ښه هماهنګي او د ولسونو هرې مشروع غوښتنې ته پر وخت رسيدنه يادوي.
بل لور ته بيا د نورستان ولايت ولسونه د ولايتي مسؤلانو د نيکې رويې او ښه خدمت څخه پوره خوښ دي او وايي چې د اسلامي امارت له حاکميت نه را وروسته دوي ته په بيلابيلو برخو کې اړين خدمات وړاندې شوي دي.