زابل کې پرشخصي لګښت پل جوړ شو
د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د فقيرزو سيمې اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت په دغې ولسوالۍ کې پر بهېدونکي سیند پل جوړ کړی، چې خلکو ته یې د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړې دي. د سیمې اوسېدونکي وایي، له کلونو راهیسې پر سیند پل د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو او بلاخره یې دغه ستونزه حل شوه. د معلوماتو له مخې دغه پل د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د خلکو په شخصي لګښت رغول شوی او یوه برخه پیسې یې د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ له لوري ورکول شوې دي. د ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په ګډه او حشر سره د لاډېرو دغه ډول پروژو د پلي کولو اراده لري او هڅه کوي د خپلې ولسوالۍ د ابادۍ لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.