د خوست د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له جبري نکاح څخه وژغورل شوه.
د خوست ولایت د محتسبینو په هڅو، یوه مېرمن چې شاوخوا اوه کاله د جبري نکاح له امله له خپلو قانوني او شرعي حقونو بېبرخې پاتې شوې وه، د ښځو حقونو ته د درناوي، او د اسلامي او شرعي اصولو پر اساس وژغورل شوه.
یاده مېرمن، چې د کورنۍ لهخوا یې پرته له خوښې په جبري ډول نکاح شوې وه، د ولایت د محتسبینو له خوا د موضوع تر څېړنې وروسته مسؤلینو د اړوندو ادارو په همغږۍ، جبري نکاح لغوه او د مېرمنې قانوني حقونه بېرته تضمین کړل.
د خوست ولایت محتسبین څرګندوي، چې د ښځو پر وړاندې هر ډول زورزیاتي، جبري ودونو او غیرشرعي کړنو پر وړاندې جدي اقدامات کوي او هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف عمل وکړي.
هغوی له خلکو هم غوښتنه کوي، چې که له ورته قضیو سره مخ کېږي، محتسبینو ته دې مراجعه وکړي، څو د شریعت او قانون په رڼا کې یې ستونزې هوارې شي.
باید یاده شي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ٢٠مه ګڼه فرمان لمخې ښځه، د نکاح کولو په موضوع کې د نارينه په څېر خپلواکه ده، او هيڅوک نهشي کولای چې د هغې له خوښې پرته يې په اجباري توګه چاته په نکاح ورکړي.