slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

مالیې وزارت وايي د پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو تر پرېکون وروسته د هېواد د وارداتو او صادراتو په بهیر کې هېڅ ګډوډي نه ده رامنځته شوې او سوداګري د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په عادي او منظم ډول پر مخ روانه ده.

یاد وزارت د لیندۍ په دویمه، یکشنبې، په خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې چې د ګمرکي عوایدو کچه هم بدلون نه دی کړی او د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د توکو پړاوونه په عادي توګه جریان لري. د مالیې وزارت په وینا، په ګمرکونو کې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره پراخې اسانتیاوې برابرې شوي، څو سوداګري د بدیلو لارو له لارې پر مخ ولاړه شي.

وزارت ټینګار کوي چې سوداګرو ته د بدیلو مارکېټونو او مسیرونو د موندلو په برخه کې بشپړ ملاتړ کوي او پلان لري چې د نورو هېوادونو له لارې سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې او کابل هڅه کوي خپلې اقتصادي اړیکې د سیمې له نورو هېوادونو سره پراخې کړي.

په ورته وخت کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي چې یوازې هند ته د افغانستان صادرات ۳۷۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې په منځ کې یې وچې مېوې او زعفران تر ټولو لوی صادراتي توکي ګڼل کېږي.