د ملي دفاع وزارت د جګړهایزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه سلګونه تنه منسوبین فارغ شوي
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې ددې وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ییزو قول اردوګانو ٤١٢ تنه ځوان منسوبين د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو،د قومندانۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.