slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

له پاکستانه د بلوڅو بېلتون‌پالو ویاند جنید بلوڅ په یوې وینا کې وايي، چې دوی د پاکستان دولت ته  ۴۸ساعته وخت ورکړی و، ترڅو له دوی سره د بندیانو پر تبادلې خبرې وکړي؛ خو مقابل لوري له دې کاره نټه کړې، چې په پایله کې د له دوه سوو زیات پاکستاني یرغمل پوځیان د يادې ډلې له لورې وژل شوي دي.

جنید د پاکستان دولت ته په خپلوخبرو کې ملامت کړی، چې د خپلو پوځیانو ژوند ورته ارزښت نه‌لري او په هر حالت کې ورته خپله تګلاره سره  کرښه ده.

جنید بلوڅ ویلي، چې په بولان کې د دوی د عملیاتو موخه دا وه، چې پاکستاني پوځیان ونیسي او په بدل کې یې خپل بندي غړي له پاکستان دولت څخه خلاص کړي. دی وايي، چې دوی نیم پوځيان په(جعفر اېکسپرېس) اورګاډي او نیم په ځانګړو بند خونو کې ساتل. بلوڅ ویاند وایي، چې دوی د پاکستان دولت مجبور کړل، چې پوځیان یې ور ووژني، ځکه دوی له یاد دولته پر بندیانو د معاملې غوښتنه کړې وه؛ خو پاکستان دولت بیا هم د جنګ لاره ونیوله.

پاکستان د خپلو یرغملو پوځیانو د خوشې کولو لپاره (اېس‌اېس‌جي) ځانګړي ځواکونه هم د جګړې ډګر ته ښکته کړي، چې د بلوڅ ویاند په وینا يې یادو ځانګړو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

بلوڅ بېلتون‌پال وايي، چې ۲۱۴ پاکستاني پوځیان یې وژلي. همدا رنګه د خپلو دولسو جنګیالیو د وژل کېدو خبر هم ورکوي؛ خو پاکستاني ویاند د خپلو۲۳ پوځیانو د وژل کېدو خبره تاییدوي.