slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د ملاریا پر ضد د مبارزې په لړ کې یو نوی درمل، چې د «ریامت بیبي» په نوم پېژندل کېږي، د ماشومانو لپاره د کارونې اجازه ترلاسه کړه. نړیوالو رسنیو د جولای په ۱۰مه راپور ورکړی چې دغه درمل د سویس د روغتیايي ادارې له خوا تصویب شوي او د ماشومانو لپاره د خوندیتوب او اغېزمنتیا له اړخه مناسب بلل شوی دی.

دا درمل، چې د خوږ ګیلاس خوند لري او د محلول په بڼه جوړ شوی، حتی په مورشیدو کې هم حلېدلی شي. دا ځانګړنه د دې لامل شوې چې کوچني ماشومان یې په اسانۍ سره وڅښي، او درملنه پرې باثباته ترسره شي.

ملاریا په ځانګړې توګه په افریقا کې لوی ګواښ ګڼل کېږي، چیرې چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، له پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان د دې ناروغۍ ۹۱ سلنه مړینې تشکیلوي. هر کال نږدې ۶۱۹ زره کسان د ملاریا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې ډېری قربانیان یې افریقايي ماشومان دي.

«ریامت بیبي» تر اوسه د افریقا په اتو هېوادونو، لکه بورکینا فاسو، کینیا، نایجیریا او یوګانډا کې ازمویل شوی، او ټاکل شوې چې په روانو اونیو کې د ملاریا له لوړ خطر سره مخ سیمو ته ووېشل شي.

روغتیايي متخصصین وایي چې د دې درملو اغېز، ساده کارونه او ماشومانو ته د اسانه تطبیق وړتیا، کولی شي د عامې روغتیا په وضعیت کې ستر بدلون راولي. د روغتیا نړیوال سازمان هم باور لري چې دا درمل د ماشومانو د مړینې کچه راکمولی شي.

سره له دې، چې د پراخ وېش امکانات او د درملو پر وړاندې د احتمالي مقاومت خطرونه لا هم شته، خو دا پرمختګ د ملاریا د واکسین د پراختیا تر څنګ، د افریقا د وګړو لپاره د یو نوي امید په توګه ارزول کېږي.