ننګرهار کې ۷۶ تنه د نشه يي توکو روږدي د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شول.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ننګرهار ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له خوا د یاد ولایت له مختلفو سیمو څخه ۷۶ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.
دغه کسان د پلازمېنې کابل د غوښتنې کموالي ریاست اړوند د «امید صحي کمپ» ته ورپيژندل شول، څو د نشه يي توکو د روږديتوب له ستونزو څخه د راوتلو لپاره اړین طبي او رواني خدمات ترلاسه کړي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي دي چې دا هڅه د هېواد په کچه د نشه يي توکو د خپرېدو د مخنیوي او د روږديتوب د درملنې په برخه کې یوه مهمه ګام دی.