slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ تېره شپه د کشفي راپور پر اساس د نامشروع لوبو او قماربازۍ په تور (۷) تنه نیولي دي.

امنیتي چارواکي وایي، نیول شوي کسان د خان‌آباد ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي او د قمار پر مهال په عمل کې ونیول شول. د پېښې پر مهال له دوی سره (۲۶ زره افغانۍ)، اته موبایلونه او د قمار وسایل هم ترلاسه شوي دي.

امنیه قوماندانۍ زیاتوي، چې مظنونین به د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

یاده پېښه په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونه په هېواد کې د نامشروع لوبو، جرمونو او بې‌نظمۍ د مخنیوي لپاره له سختو هڅو سره بوخت دي.