slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د روزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیتي ځواکونو له لوري د مرکز ترینکوټ په تالاني سیمه کې د تیرو ادارو د یو چارواکي له کور څخه د وسلو او مهماتو یو پټ ډېپو کشف شو.

د عملیاتو پر مهال شپږ میله کلاشنکوفونه، یو میل دهشکه، سلګونه فیره لاسي بمونه، زرګونه فیره د راکټ، پیکا، دهشکه او کلاشنکوف مرمۍ ترلاسه شوې دي. همداراز یو شمېر نور نظامي توکي او تجهیزات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په دې تړاو دوه تنه شکمن کسان هم نیول شوي، چې له پلټنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.