سوریه او سعودي عربستان د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیکوي
د سوریې د اطلاعاتو وزیر وايي، هېواد یې غواړي له سعودي عربستان سره په همکارۍ ۴۴ اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي چې ټولټال ارزښت یې نږدې شپږ مېلیارد ډالرو ته رسېږي.
نوموړي دغه موضوع په دمشق کې د سوریې او سعودي عربستان د پانګونې کنفرانس سره هممهاله په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې مطرح کړې ده. د هغه په وينا؛ دا تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو اقتصادي برخو کې وشي.
په دغه کنفرانس کې د سعودي پانګهوالو او سوداګرو یوه لوړپوړي پلاوي هم ګډون کړی و. ویل کېږي، چې د دغه همکارۍ موخه د ریاض او دمشق ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.