خوست کې څلور خویندې د شرعي نکاح له حقونو برخمنې شوې
د خوست ولایت د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دې ولایت په شمل دوه منده ولسوالۍ کې څلور خویندې چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د نکاح له شرعي حقه بې برخې وې او پلار یې خپلو لوڼو ته د شرعي نکاح کولو اجازه نه ورکوله د محتسبینو په هڅو برخمنې شوې.
په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي، یادې څلور خویندې چې پلار یې له تېرو شلو کلونو راهیسې له خپل ځان سره ساتلې وې او د شرعي نکاح حق یې ور څخه اخیستی و، چې د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه خلاصې او له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې.
د دوی په وينا، د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی او هیڅ چاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.


