slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، په فراه ولایت کې ۸۳ تنه د نشه‌يي توکو روږدي له بشپړې درملنې وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته سپارلي.

د یاد معینیت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د فراه ولایت له بېلابېلو سیمو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په همغږۍ را ټول شوي وو او د غوښتنې د کموالي ریاست په ۵۰۰ بستریز روغتیايي مرکز کې یې څو اوونۍ درملنه وشوه.

د معینیت مسؤلینو ویلي، د درملنې ټول بهیر د یوې ټاکل شوې کمیټې تر څارنې لاندې ترسره شوی او وروسته له بشپړې درملنې، ناروغان په سالمه توګه خپلو کورنیو ته ورسپارل شوي دي.

مسؤلین زیاتوي، چې د روږدو درملنه او د هغوی بېرته ټولنې ته ورګرځول د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې مهمه برخه ده او هڅه کېږي چې د درملنې تر څنګ د روږدو لپاره د مسلکي زده‌کړو او کاري فرصتونو زمینه هم برابره شي، څو د دویم ځل د روږدي کېدو مخه ونیول شي.

یادونه ده، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په تېر یو کال کې په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه تنه روږدي درملنه کړي او بېرته یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.