برازیل غواړي د سوېلي افریقا لهخوا د اسراییل پر ضد د نسلوژنې په قضیه کې ګډون وکړي
د برازیل د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هېواد یې د سوېلي افریقا لهخوا د نړۍوالې محکمې (ICJ) سره د اسراییل پر ضد د نسلوژنې په قضیه کې د ملګرتیا لپاره چمتوالی نیسي.
دا قضیه په ۲۰۲۳ کال کې د سوېلي افریقا له خوا ثبت شوې وه، چې پکې اسراییل تورن شوی چې د ۱۹۴۸ د نسلوژنې کنوانسیون یې نقض کړی.
سوېلي افریقا ادعا کوي، چې اسراییلي پوځ د حماس پر ضد جګړه کې یوازې پر جنګیالیو نه، بلکې په قصدي ډول پر ملکي وګړو بریدونه کړي دي، چې ښوونځي، روغتونونه، کمپونه او پناهځایونه هم په نښه شوي دي.
برازیل د اسراییل دا کړنې د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او د فلسطیني ولس پروړاندې تاوتریخوالي ته یې "ژوره اندېښنه" ښودلې ده.
برازیل د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې غواړي په دې قضیه کې د اسراییل پر ضد ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هسپانیا، ترکیې او کولمبیا هم ورته اقدام کړی و.
اسراییل دا تورونه رد کړي او وايي، موخه یې یوازې د حماس له منځه وړل دي، نه د ملکي وګړو وژنه.
د اسراییل وکیلان د سوېلي افریقا قضیه د نسلوژنې له کنوانسیونه ناوړه ګټه اخیستنه بولي.
د برازیل او امریکا ترمنځ هم دې پرېکړې نوی سیاسي وزن پیدا کړی، په داسې حال کې چې د دواړو اړیکې لا دمخه ترینګلې دي.
له دې سره سره، برازیلي چارواکي وايي چې دا پرېکړه به د واشنګټن سره د اړیکو پر خرابېدو اغېز ونه لري.