slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذوالفقار او تخنیکي ټیم د میمنې ښار په پنځمه ناحیه کې د یو پنځه‌ پوړیزه سوداګریز مارکېټ د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه وکړه.

مولوي ذوالفقار وویل، چې د یادې پروژې د ساختماني چارو نږدې ۴۵ سلنه بشپړ شوې ده، او کارونه د انجنیري نورمونو او نقشه سره سم پر مخ روان دي.

هغه زیاته کړه، چې د څارنې پر مهال قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه، څو پاتې چارې هم د تخنیکي معیارونو او نقشې مطابق بشپړې کړي.

د کور او ښار جوړولو ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مارکېټ به د ښار په اقتصادي ودې، ښاري تنظیم او خلکو ته د سوداګریزو خدماتو په برخه کې مهم رول ولوبوي.