نایجریا کې د کښتۍ د ډوبېدو تازه پېښه؛ تر ۴۰ ډېر کسان لادرکه شوي
د نایجریا د سوکټو ایالت په یوه سیند کې د یکشنبې په ورځ د مسافر وړونکې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان نادرکه شوي دي. چارواکي وایي، کښتۍ د دغه ایالت مشهور بازار ته روانه وه چې د نامعلوم لامل له کبله ډوبه شوه.
د بېړنیو حالاتو د ملي ادارې مشر زوبایدر عمر په خپله اېکس (ټویټر) پاڼه لیکلي، چې تر اوسه ۱۰ تنه مساپر ژغورل شوي دي او د پاتې کسانو د موندلو هڅې روانې دي.
مسوولین زیاتوي چې د ژغورنې ډلې د سیمې له اوسېدونکو سره په ګډه د لادرکه شویو کسانو د ژغورلو لپاره کار کوي.
یاده پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې درې اوونۍ وړاندې هم په نایجریا کې ورته د کښتۍ ډوبېدو پېښه رامنځته شوې وه.