slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ اړوند د پاسپورټ آمریت لپاره نوی آمر مولوي عبدالله عابد په یوه رسمي غونډه کې معرفي شو او په خپل کار یې رسماً پیل  کړ.

په غونډه کې د امنیه قومندانۍ استازو، د ریاست  مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و. ګډونوالو د مخکیني آمر مولوي عبدالغني الهام خدمتونه وستایل، چې په خپل دوره کې یې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي کړې وه او د مسؤلیت د ادا کولو په برخه کې یې د پام وړ هڅې کړي دي.

نوي آمر مولوي عبدالله عابد د خپلې دندې د پیل پر مهال د شفافیت، عدالت او خلکو ته د پر وخت خدمت ژمنه وکړه او څرګنده یې کړه چې د ولس باور او رضایت به د ده د کار لومړیتوب وي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو د مخکیني آمر د لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ نوي ریس ته د لا ښه خدمت او بریا دعا وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ریاست د چارو په ښه سمون او د خلکو د ستونزو په حل کې به ورسره پوره همکاري کوي.