د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند کًلمان درې یو شمېر قومي مشرانو خپلې ستونزې د لغمان مرستیال والي سره شریکې کړې.
نن شنبه د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند کلمان درې یو شمېر قومي مشرانو خپلې ستونزې د حل په موخه د لغمان مرستیال والي مفتي محمد یوسف جمالزي سره شریکې کړې.
راغلو قومي مشرانو د لغمان د مرستیال والي څخه مننه وکړه، چې د ولسونو غږ له نږدې اوري او د ستونزو د حل ډاډ ورکوي. قومي مشرانو وویل دوی په خپله سیمه کې له ځایي اوسېدونکو سره د مل چر پر سر ستونزه لري غواړي چې حل شي.
د لغمان مرستیال والي مفتي محمد یوسف جمالزي د لغمان د مشرانو دې ډلې ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او عریضه یې د پاتې اجراتو په موخه اړونده مرجع ته راجع کړه.