لوګر کې د رسۍ کشولو دودېزه سیالۍ ترسره شوې
د لوګر د ورزش او بدني روزنې امر انجنیر مزمل نعیم زي باختر خبري اژانس ته ویلي، چې په لومړي ځل د محمداغې ولسوالۍ په کچه د رسۍ کشولو دودېزې لوبې سیالۍ ترسره شوه، چې پکې د یادې ولسوالۍ څخه ۱۲ تنه لوبغاړو ګډون کړی و. د نوموړي په خبره د یادې سیالۍ موخه د رسۍ کشولو دودېزې لوبې را ژوندي کول او وده ورکول وو. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر د ورزش آمریت په هلو ځلو د لومړي ځل لپاره د توپ ډنډې دودېزې لوبې په رسمي توګه په برکي برک ولسوالۍ کې د یو شمېر لوبغاړو ترمنځ پر لاره اچول شوې وه.