پوتین؛ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا دریځ ته درناوی لرم.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کرملین کې له لوړپوړو چارواکو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې د الاسکا لیدنه ګټوره او مانا لرونکې وه. نوموړي څرګنده کړه چې د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی او د امریکا د دریځ احترام کوي.
تر دې وړاندې، ټرمپ ویلي وو چې روسیه لوی ځواک لري، خو اوکراین نه، او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې ځینې وړاندیزونه ومني. پوتین هم په دې کتنه کې د ډونېټسک سیمې د کنترول غوښتنه مطرح کړې ده.
خو زلنسکي بیا ټینګار کړی چې د خپل هېواد په اړه له هېچا سره معامله نه کوي او د اوکراین استازو په نشتون کې هر ډول خبرې بېمعنې دي. د الاسکا په غونډه کې د دواړو مشرانو ترمنځ هیله څرګنده شوې چې د اوکراین جګړې د ختمېدو لپاره نوره لار هم پرانستل کېږي.