هلمند چارواکي؛ دې ولایت کې ۳۴۶ تنه ځوان پولیس له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه فارغ شول.
هلمند ولایت کې د اسلامي او ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۳۴۶ تنه ځوان منسوبین د یوې میاشتنۍ نظامي، عقیدوي، فکري، بدني او مسلکي زده کړو تر بشپړېدو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
یادو مراسمو کې د هلمند امنیه قوماندان ملا امین الله زبیر، د ښوونیز مرکز قوماندان مولوي عبدالصمد مبارک، د امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي نصر الله حذیفه، د محل تجمع قوماندان محسن مولوي، یو شمېر مسؤلینو، مجاهدینو، علماوو، استادانو او خلکو ګډون کړی و.
مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شول. وروسته د امنیتي چارو مرستیال مولوي نصر الله حذیفه د نظامي زده کړو پر ارزښت او د امنیت د ټينګښت پر اهمیت خبرې وکړې. هغه وویل، مسلکي او عقیدوي زده کړې امنیتي ځواکونه دې ته چمتو کوي چې د دین او ولسونو خدمت په اغېزمنه توګه ترسره کړي.
مولوي حذیفه زیاته کړه، هغه ځواکونه چې په نظامي مهارتونو سمبال وي، کولای شي د جرمونو مخنیوی، د مجرمینو پېژندنه او د امنیت تأمین په چټک او مؤثر ډول ترسره کړي.
په مراسمو کې د فارغ شویو محصلینو له لوري د نظامي حرکاتو او قطارونو نندارې هم وړاندې شوې چې د ګډونوالو له لورې یې پراخ هرکلی ترلاسه کړ.
په پای کې هغو محصلینو ته چې د زده کړو پر مهال یې غوره وړتیاوې ښودلې وې، د ښوونیز مرکز له خوا ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې دغه ښوونیز مرکز تر دې مهاله ۸۰۲۶ تنه منسوبین تر مسلکي او عقیدوي زده کړو وروسته ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.