افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه په تورخم کې افغان او پاکستاني چارواکو سره ګډه ناسته کړې.
د تورخم بندر کمیسار ملا عبدالجبار حکمت په مشرۍ د تورخم ګمرک امر مولوي نعمت الله "همت "، د استخباراتو امر، مهاجرینو امر مولوی ګوهر او ورسره مل پلاوي د پاکستاني لوري کمیسار او اړونده مسوولینو سره د یو لړ مهمو موضوعاتو او ستونزو د حل په موخه ځانګړې ناسته کړې.
په یاده ناسته کې لاندې اړينې اسانتياوې رامنځته کول لکه: د ناروغانو په تګ د محدویت ختمول او ورسره ښه چلند، کډوالو سره ښه رویه، تورخم کې عام ولس ته اسانتياوې او مزدورانو ته کاري فرصت برابرول، سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کول، د کډوالو موټرونه چی TAD هم ونه لري اجازه باید ورکړل شي.
همدا راز په خبرپاڼه کې راغلي تلونکي او راتلونکي مسافر پر یاده لار په وخت سره تېرېدل راتېرېدل، دوی ته ستونزې نه جوړول، پر وخت تورخم فرضي کرښه کې لکه څرنګه چې افغان لوری پر وخت اجازه ورکوي باید د پاکستاني لوري لخوا هم افغانان ونه ځنډول شي او اجازه ورکول او په پای کې دواړو لوريو يو بل ته په يادو اړينو موضوعاتو د حل په موخه د همکاریو ډاډ ورکول دي.
هېره دې نه وي چې دې ته ورته مهم موضوعات وخت ناوخت دواړو خواوو له لوري تورخم بندر کې شریک شوي، چې ځینې تر یو بریده ژر حل شوي دي.