slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په اډانه کې د پروژوي خدمتونو دفتر یونپس "UNOPS" په مالي ملاتړ د زرمت ولسوالۍ په ۱۵۵ کلیو کې د ۲۳۶ میلیونه ٨١٨ افغانیو په لګښت د ۱۶۹ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې.

په دغو پروژو کې استنادي دېوالونه، پلچکونه، کانالونه، سړکونو بیارغونه، د اوبو ساتنې زېرمې، د خوراکي توکو وېش، د کارېزونو جوړول او ګڼې نورې پروژې شاملې دي، چې په کې شاوخوا ٢٧ زره ٥٨١ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په زرګونه کورنۍ به ترې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه اخلي.