جمعهالدین خاکسار؛ کندز کې د امنيتي ځواکونو او نامعلومو کسانو ترمنځ نښته حقيقت نلري.
د کندز ولایت امنيې قومندانۍ وياند جمعه الدين خاکسار هغه اوازې رد کړې چې ويلي و، د کندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ اړوند په چهار سرې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او نامعلومو کسانو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
خاکسار وايي ياد خپور شوی خبر هېڅ حقيقت نهلري او دلته هېڅ کومه نښته نهده رامنځته شوې. خاکسار دا خبر یوه دسیسه بللې او په وینا یې چې داسې خبرونه د عامه ذهنیت خرابولو په خاطر خپرېږي.