خوست؛ د دوو کورنیو تر منځ لس کلنه شخړه هواره شوې.
خوست امنیه قومندانۍ؛ مرکز متون کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه شخړه هواره شوه.
د خوست امنیه قومندانۍ اړوند څلورمې امنیتي حوزې مسؤلینو او د سیمې قومي مشرانو ځوانانو په منځګړیتوب د کمیاګل او نور ولي خان کورنیو ترمنځ لس کلنه شخړه چې ترمنځ یې یو کس د ټوپک په ډزو ټپي شوی و، هواره او د تل لپاره په دوستۍ پای ته ورسېده.
په اړه یې جوړو شویو وروستیو مراسمو ته د یادې حوزې امر مولوي محمد رؤف اسد وویل، چې خلک دې د خفګانونو پرځای د ورورولۍ ژوند غوره کړي او د ښه راتلونکي لپاره دې له نورو سره شخړې او تربګنیتوب پای ته ورسوي.
ورپسې شیخ الحدیث صابرالله په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د شخړو حل یوازې د سولې او تفاهم له لارې ممکن دی او خلک دې د خبرو له لارې په سوله ییز ډول خپلو ستونزو ته د حل لارې ولټوي.
قومي مشرانو هم د شخړو حل ته خوشبیني وښوده او له منځګړیو اړخونو یې مننه وکړه.
د ښکېلو کورنیو غړو هم د دوی د شخړې په ختمولو کې له اړونده مسؤلینو، قومي مشرانو او ځوانانو څخه مننه وکړه، چې د دوی اوږدمهاله ستونزه یې په بې پرې توګه پای ته ورسوله.