slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاون ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پرون د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه وشوه. په دې غونډه کې ۱۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له بحث او ارزونې وروسته یې شپږ پروژې د ټولټال ۳ میلیاردو او ۳۲۱ میلیونو افغانیو په ارزښت منظورې شوې.

په شپږو نورو پروژو کې د تعدیلونو اړتیا پېژندل شوې، او د څلورو پروژو په اړه ځانګړي کمېټې ته دنده ورکړل شوه، څو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره خبرې وکړي او خپل راپور کمېسیون ته وړاندې کړي. یوه پروژه بیا د ازادې داوطلبۍ لپاره وسپارل شوه او بله پروژه اړوندو ادارو ته د تدارکاتي پروسې د بیا ارزونې لپاره لارښوونه شوې.

منظور شوې پروژې په مختلفو ولایتونو کې د پراختیا او بیارغونې لپاره مهمې دي. په دې کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک ولسوالۍ اوبو ذخیره کولو بند، د پروان ولایت د بګرام او کوه ساپي ولسوالیو ترمنځ سړک، د جوزجان ولایت قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسول، او د څو نورو ولایتونو د برېښنا رسونې او توزیع د پاتې کارونو بشپړول شامل دي. ټولې یادې پروژې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.